1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: که ښځي حجاب مراعت نکړي، نارینه یې مجازات کیږي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۷, شنبه

د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنكر وزارت په یو نوي فرمان کي خبرداری ورکړی چي که ښځي سم حجاب مراعت نکړي، نارینه به یې جزأ وویني. په فرمان کي راغلي دي، چي که ښځینه کارکونکي دغه دستور ونه مني، د کاره به اخراجې سي.

https://p.dw.com/p/4Axrw
Afghanistan | Kabul Airport nach Explosion
انځور: REUTERS

د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنكر وزارت دغه  فرمان نن شنبه (د ۲۰۲۲ کال د می میاشتي اومه) صادر سوی او ټولو اداري مراجعو ته یې استولی دی. د نوي فرمان پراساس ښځي باید بغره (برقع) یا پوره حجاب وکړي او «تنګ حجاب» وانه غوندي. فرمان خبرداری ورکوي، چي په غیر د هغه به یې ولي یا نارینه مجازات سي.

ولي هغه څوک دی، چي په قانوني ډول سره د یوه یا څو کسانو ټوله او یا یوه برخه اختیارات ولري. مثلأ لکه پلار چي د نابالغه اولادو اختیارات لري. په عمومي مسایلو کي دولتي مسؤل کارمندان په خپله شغلي ساحه کي ولي بلل کیږي.

د طالبانو دغه دستور کیدلای سي د خلکو په منځ کي بیره نوره هم ډیره کړي او پر ښځو باندي په کور او کار کي ډیر فشار وارد کړي. د دغه فرمان په یوه پاراګراف کي راغلي دي:«په اول قدم کي بې حجابه ښځي وپيژندل سي. وروسته یې ولي ته توصیه او اخطار ورکول سی.»

 د فرمان په یوه بل پاراګراف کي راغلي دي، چي په دوهم قدم کي به د بې حجابه ښځو ولي احضار او درې ورځي به بندي سي. په دریم ګام کي به محکمې ته راکش او سزأ ورکول سي.

طالبانو د غیرحکومتي خیریه سازمانو بې حجابه کارکونکي هم په دغه فرمان کي شاملي کړي دي او ویلي یې دي، چي ځواني ښځي باید د نامحرمه نارینه وو د لیدو پر وخت خپل ځان پټ کړي.

د دغه فرمان پراساس هغه ښځي چي په حکومتي ارګانو کي کار کوي او حجاب سم مراعت نکړي، د وظیفې څخه اخراجیږي.

د طالبانو د امر بالمعروف والنهي عن المنكر وزارت دغه فرمان د ټولو وزارتو د نمایندګانو په شمول یو هئیت تعین کړی دی، چي د ښځو حجاب به بررسي کوي. په فرمان کي همدارنګه راغلي دي، چي د رسنیو او منبرونو څخه دي دغه دستور ابلاغ سي.

په افغانستان کي قدرت ته د طالبانو تر رسیدو راوروسته هغوی پر خلګو، خصوصأ ښځو باندي ډیر محدودیتونه وضع کړی دي. هغوی تر ډیره حده پوري ښځي د کار او تحصیل څخه محرومي کړي دی.

سربیره پردې ښځي اجازه نلري، بیله محرم څخه د کور څخه لیري سفر وکړي. حتی موټروانانو ته یې اخطار ورکړی دی، چي په خپلو نقلیه وسایطو کي د بې حجابه ښځو د سپریدو څخه پرهیز وکړي. نارینه هم د دغو محدودیتو څخه خلاص ندي، مثلأ ږیره پریښوول، خولۍ پرسر کول او په کار کي محلي لباس اغوستل.

د طالبانو دغو اعمالو بین المللي عکس العملونه هم راپیدا کړي دي. ظاهرأ دغه محدودیتونه او د خلکو د ابتدايي حقوقو نقضول د دې سبب سوی دی، چي تر اتو میاشتو وروسته هم د دنیا یوه هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.