1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا افغانستان سره خپلې مرستې له بندیزونو مستثنی کړې

۱۴۰۰ مهر ۳, شنبه

امریکا متحده ایالاتو د افغانستان له پاره د خپلو بندیزونو په برخه کې د استثأتو پریکړه کړې ده. هدف دا دی، څو په دې توګه افغانستان ته د مرستو د استولو په برخه کې آسانتیا رامنځته شي.

https://p.dw.com/p/40qAd
Afghanistan | Bildergalerie | Truppenabzug
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د ماليې وزارت د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۲۴ نیټه) رپوټ ورکړی دی، چې په دې ترتیب د دې هیواد حکومت مرستندویه بنسټونو او نړیوالو سازمانونو ته اجازه ورکوي، څو د مرستو په استولو او نورو بشري فعالیتونو سره، په افغانستان کې د بنسټیزو اړتیاو د ملاتړ په برخه کې ونډه واخلي.

د دې پریکړې په اساس په مشخصو برخو کې د بیلګې په توګه «د مصرفیدونکو توکو، درمل او طبي وسایلو صادرلو ته» اجازه ورکول کیږي.

د امریکا د عدلیې وزارت د بهرنیو پانګو د کنترول چارو د څانګې مشر اندرئا ګاکې ټینګار کړی دی چې د امریکا حکومت غواړي چې د سخت دریځه طالبانو، حقاني شبکې او په افغانستان کې د نورو شبکو پر وړاندې خپل بندیزونه عملي او په خپل حال وساتي.

افغانستان د کلونو راهیسې په بهرنیو مرستو پورې تړلی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ، په همدې منځ کې په دغه هیواد کې تر پنځه کلنې د کم عمر لرونکو ماشومانو نیمایې یې د ولږې له ګواښ سره مخامخ دي.

سربیره پر دې چې دغه هیواد له شدیدې وچکالۍ څخه رنځ وړي، د کله راهیسې نه چې طالبان واک ته رسیدلي دي یوه اقتصادي بحران ته هم ور ټیل وهل شوی دی.

طالبان د نړیوال بانک او د پيسو نړیوال صندوق(IWF)  امکاناتو ته لاسرسی نه لري او واشنګټن د طالبانو پر حکومت خپلې مالي مرستې بندې کړي دي.

په دې توګه په افغانستان کې نوی حکومت د معاشاتو د ورکړې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوی دی او نه شي کولی چې د خوراکي توکو بیې چې ورځ تر بلې مخ پر لوړیدو دي مخه ونیسي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا