1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر سړې جګړې وروسته د ناټو تر ټولو ستر پوځي تمرینونه پیلیږي

۱۴۰۰ اسفند ۲۳, دوشنبه

په داسې وخت کې چې ناټو تر سړې جګړې وروسته تر ټولو ستر پوځي تمرینونه پیلوي، د بریتانيا لومړی وزیر د روسيې له ګاونډیو بالتیک او سکندنیاوي هیوادونو له مشرانو سره یوه سرمشریزه جوړوي.

https://p.dw.com/p/48RE3
Ukraine-Konflikt - Russisch-Belarussische Militärübung
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/dpa/picture alliance

دغو پوځي تمرینونو ته د «ګولډ ریسپانس ایکسرسایز» نوم ورکول شوی دی. په پوځي تمرینونو کې د ناټو د ۲۷ غړو هیوادونو تر ۳۰ زرو ډېر پوځيان په سړه هوا کې روزنه او ټریننګ ترلاسه کوي.

د بریتانيا د لومړي وزیر بورس جانسن د دولتي استوګنځای «ډاوننګ سټریټ ۱۰» څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې لومړی وزیر به د پوځي تمرینونو پر مهال د سه شنبې په ورځ د «جي ای اف» یا جواینټ ایکسپیډیشنري فورس چې د اروپا په شمال کې د لسو هیوادونو ګډ امنیتي اتحاد دی، له مشرانو سره ملاقات وکړي.

جانسن په خپله بیانیه کې ویلي دي: «پر اوکراین د روسیې له برید سره د اروپا امنیت ګډوډ شوی دی. موږ به له خپلو متحدینو سره په ګډه د دې خبرې ډاډ ترلاسه کولو له پاره اقدامات وکړو چې موږ د پخوا په پرتله ډیر زیات پیاوړي او متحده را څرګند شو.»

د بریتانيا لومړي وزیر وویل: «د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ګواښونو پر ضد د خپل دفاع ډاډ ترلاسه کول او په پوځي لحاظ پرمختګ ته ضرورت دی. موږ د دې خبرې ډاډ ترلاسه کولو ته هم ضرورت لرو چې موږ د خپلې انرژۍ برابرولو، خپل اقتصاد او ارزښتونه له روسي مداخلې څخه خوندي کړو.»

د «جي ای اف» اتحاد په ۲۰۱۲م کال کې رامنځته شو. د دې پورې اړوند هیوادونه د بریتانيا په مشرۍ کې پوځي تمرینونه کوي، څو د روسیې پولې ته نږدې ستراتیژیکو سیمو کې د تګ راتګ آزادي تضمین کړای شي.

د روسيي او اوکراین د مذاکراتو نوی پړاو

روسیه او اوکراین د دوشنبې په ورځ یو وار بیا خبرې اترې پيلوي. د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي مشاور او د مذاکراتي پلاوي غړي میخایلو پوډولیاک، وویل چې خبرې اترې به د ویډیوي کنفرانس له لارې وشي.

د روسيې د ولسمشر ویاند دیمتري پسیکوف هم په یوه ټویټ کې د خبرو اترو د یوه نوي دور پیلیدل تائید کړی دی.

د خبرو اترو له یوه نوي دور څخه یو وار بیا د جنګ بندیدو په اړه هیلې پيدا شوي دي. پوډولیاک ویلي دي روسیې اوس د نړۍ د عامه افکارو اهمیت درک کړی دی. په همدې د جګړې په میدان کې د اوکراین وړتیا معلومه شوې ده او د خپلو ګټو د ساتنې له پاره هم د اوکراین اقدامات معلوم شوي دي.

په همدې منځ کې د اوکراین پوځ ویلي دي چې روسي پوځ د نوو بریدونو له پاره تیاری نیسي، له همدې امله د لومړۍ کرښې ملکي وګړي د انساني کوریدورونو له لارې محفوظو سیمو ته انتقالیږي.

China Militär l 9. World Radar Expo in Nanjing
انځور: Dongxu Fang/Costfoto/picture alliance

امریکا: روسيي له چین څخه پوځي مرسته غوښتې

امریکايي چارواکو ویلي دي چې مسکو د فیبرورۍ مياشتي پر ۲۴ نېټه د اوکراین پر ضد تر پوځي عملیاتو پیلولو وروسته له بیجینګ څخه د پوځي وسلو او تجهیزاتو غوښتنه کړې ده.

بل لور ته په واشنګټن کې د چین سفارت ویاند لی پینګیو ویلي دي: «ما هیڅکله داسې کومه خبره نه ده اورېدلې.» پینګیو زیاته کړه په اوکراین کې وضعیت د انديښنې وړ دی او «لا زیات خرابیدل او یا حتی له کنترول څخه وتلو» مخنیوي د چین له پاره لومړيتوب لري.

د امریکايي چارواکو په حواله دا رپوټونه په داسې یو وخت کې په مختلفو امریکایي ورځپاڼو کې خپریږي چې سپينې ماڼۍ څو ساعته مخکې بیجینګ ته د سختو پایلو ګواښ کړی و.

سپينې ماڼۍ ویلي ول چې که بیجینګ پر روسيي د لګول شوو بندیزونو څخه د مسکو د ایستلو په برخه کې مرسته وکړه، نو له ډېرو درنو پایلو سره به مخ شي.

مخکې تر دې سپينې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي ول چې ولسمشر جو بایدن اوکراین ته د لازیاتو پوځي مرستو منظوري ورکړې ده او اوکراین ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د وسلو ورکولو هڅې ګړندۍ شوي دي.

په ورته وخت کې به نن د دوشنبې په ورځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د امریکایي او چینایي دیپلوماتانو ترمنځ لیدنه کتنه هم ترسره شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز