1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهروسیه

روسیې یو امریکایي خبریال د جاسوسۍ په تور نیولی دی

۱۴۰۲ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د روسیې استخباراتي ادارې د وال سټریټ ژورنال یو امریکایي خبریال د جاسوسۍ په تور نیولی دی. نوموړي رسنۍ پر خپل خبریال لګول شوی تور په شدید ډول رد کړی دی.

https://p.dw.com/p/4PVvO
USA Evan Gershkovich Journalist
وال سټریټ ژورنال دغه خبریال ایوان ګرشکویچ معرفي کړیانځور: AFP/Getty Images

د روسیې دولتي خبري آژانس «تاس» رپوټ ورکړی دی چې د روسیې استخباراتي سازمان (اف اس بي) دغه امریکایي خبریال چې په ۱۹۹۱م کال کې زیږیدلی دی امریکا متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د روسیې خارجه وزیر د اوکراین جګړې پړه پر امریکا ور واچوله

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د هغه پر وړاندې د جرمي دوسیې لومړی پړاو تشکیل شوی دی.

دغه خبریال چې په یکاترینبورګ کې نیول شوی دی، د روسي چارواکو له خوا امریکا متحده ایالاتو ته د روسیې د یوه پوځي - صنعتي کمپلکس په اړه د محرمو معلوماتو په را ټولولو تورن دی.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

وال سټریټ ژورنال دغه خبریال ایوان ګرشکویچ معرفي کړی او هغه یې یو امریکایي تبع او خبریال توصیف کړی دی.

وال سټریټ ژورنال په هغه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ یې د ایمیل له لارې رویټرز ته استولی دی ویلي دي چې د ګرشکویچ پر وړاندې تورونه په شدید ډول سره ردوي. په اعلامیه کې تاید شوی دی چې دغه خبریال په اورال یکاترینبورګ ښار کې نیول شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي: «وال سټریټ ژورنال د روسیې د استخباراتو له خوا لګول شوی تور په شدید ډول ردوي او د خپل اختصاصي او باور وړ خبریال ایوان ګرشکویچ په بیړه د خلاصون حل لارې په لټه کې دی.»

که څه هم په روسیې کې د جاسوسۍ په تور نیونه غیر معمول ده، خو سره له دې هم احتمالاً دا د داسې یوه خبریال د نیونې لومړی مورد دی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا یي د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی.

يونسکو: د خبريالانو وژنې مخ پر زياتېدو دي

روسیه د اوکراین د جګړې له امله د لویدیځوالو خبریالانو سرکوب زیات کړی دی. مسکو تر اوسه پورې د ګرشکویچ پر وړاندې لګول شوي تورونه نه دي خپاره کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص