1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهبریتانیا

راپور: زرګونه افغانان باید د بریتانیا له هوټلونو ووځي

۱۴۰۲ فروردین ۹, چهارشنبه

د یوه راپور له مخې د بریتانیا په هوټلونو کې مېشت زرګونه افغان کډوال بايد ډېر ژر د استوگنې له دغو ځایونو څخه ووځي. په پام کې ده چې دغه کسان به په نورو ځايونو کې ځای پر ځای شي.

https://p.dw.com/p/4PQF3
Vereinigte Arabische Emirate | Ankunft Afghanische Flüchtlinge | Royal Air Force
انځور: Giuseppe Cacace/AFP/Getty Images

د ټایمز ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې شاوخوا نهه زره هغه افغان کډوال چې له افغانستان څخه تر انتقاليدو وروسته په هوټلونو کې ژوند کوي، د روان کال تر پایه به خپل د اوسیدو ځای پریږدي. دا افغانان د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو وروسته بریتانیې ته انتقال سول.

اړوند مطالب:فرانسه او بریتانیا د مهاجرت په برخه کې کومې موافقې ته رسیدلي؟

په راپور کې راغلي چې د دغو هوټلونو د خالي کولو لپاره یوازې څو اونۍ وخت پاتې دی. ټاکل سوې چې د بريتانيا حکومت د سه شنبې په ورځ په دې اړه رسمي اعلاميه خپره کړي.

د دې اقدام لامل د محافظه کاره حکومت هغه پلان دی چې له  ۵۰  زره څخه ډیر کډوال چې په هلوټلونو کې میشت دي، په نورو ځايونو کې ورته د اوسیدو زمينه برابره شي. په انګلستان کې په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو د استوګنې لګښت يوه جنجالي ده.

دانګلستان لندن ښار کې له یوه افغان سره مرکه
دانګلستان لندن ښار کې له یوه افغان سره مرکه انځور: Kate Martyr/DW

د «ټایمز» د راپور له مخې، ټاکل سوې چې دغو افغانانو ته د اوسېدو بل ځای ورکړل سي. خو راپور وايي که دغه افغان کډوال د استوګنې وړاندیزونه ونه مني، ښايي د بې کوره کېدو له خطر سره هم مخ سي.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، بریتانیا او نورو غربي هېوادونو یو شمېر سیمه ییز افغان کارمندان را وایستل. سره له دې هم  د دوی لوی شمیر ونه توانید چې ووځي او په افغانستان کې پاتې سول.

اړوند مطالب:د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې د پناه غوښتونکو راتګ «تهاجم» وباله

د بریتانیې یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي، ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغو افغان کډوالو لپاره د مرستې پر يوې بستې کار روان دی څو دوی وکولای سي په دې هېواد کې د ځان لپاره راتلونکې جوړ کړي.

بریتانیا ولې افغان کډوال له لندنه بلې سیمې ته انتقالوي؟

د برتانیا حکومت په یوه نوي قانون غور کوي چې په برتانیا کې د پناه غوښتنې امکانات په جدي توګه محدود کړي. د دې پلان له مخې هغه کسان چې په راتلونکې کې په ناقانونه توګه برتانیا ته ننوځي، د یوې میاشتې لپاره به توقیف کېږي او بیا به خپلو هېوادونو یا به دريمگړي هېواد د مثال په توگه روانډا ته استول کېږي.

ژباړه :صفت الله زاهدي