1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهبریتانیا

بریتانیا: جنسي فعالیتونو کې د ښکیلو پاکستانیانو د اخراج قضیه

۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

د چهارشنبې په ورځ په شمالي انګلینډ کې یوې محکمې جنسي اړیکو ته د ځوانو نجونو د مجبورولو په جرم پاکستان ته د یوې مافیایي کړۍ د دوو غړو د اخراجولو پر ضد اپيل یا غوښتنه رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/4IlDM
UK London Sex Skandal an Schulen
انځور: Kerry Davies/SOLO Syndication/picture alliance

د مهاجرت محکمې په یوه حکم کې قاضیانو ویلي دي چې د اخراج پر وړاندې د اوږدې مودې قانوني جګړې وروسته له بریتانیې څخه د ۵۱ کلن عادل خان او ۵۲ کلن قاري عبدالرؤوف د اخراجولو په پریکړې کې د «ولس ښيګڼه او ګټې» په پام کې نیول شوي دي.

د دې بانډ تاریخ

د بریتانیې په روچډیل سیمه کې یو داسې بانډ موجود و چې کم عمره نجونې به یي جنسي فعالیتونو ته مجبورولې. دې ډلې نهه غړي درلودل چې افغانان او پاکستانیان ول. دغه کسان په ۲۰۱۲م کال کې بندیان شوي و. د دې بانډ غړي له کم عمره نجونو سره  د جنسي تیري په جرمونو کې د لاس درلودلو له کبله تر ۱۹ کلونو پورې بند په سزا محکوم شوي وو.

اړوند: آلمان: جرمونه کم خو د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې انځورونه ډیر شوي

د هغو ماشومانو عمرونه چې په جنسي فعالیتونو کې ښکیل کړای شوي و تر ۱۶ کلونو کم و. دې بانډ یوه ۱۳ کلنه سپين پوستې بریتانوې نجلې هم په نښه کړې وه. پر دې نجلې څو واره جنسي تیری شوی او دغو کسانو به هغه نورو سړو ته هم د جنسي اړیکو په خاطر بیوله. دا قضیه د اکسفورډ په ګډون د بریتانیا په نورو ښارونو کې د ورته «مافیایي جرمونو» د محاکمو د لړۍ یوه برخه ده.

بریتانوي تابعیت

خان او روف دواړه پاکستاني اتباع ول چې وروسته یي بیا د بریتانیي تابعیت ترلاسه کړی و. له دوی څخه په ۲۰۱۸ م کال کې د یوې بلې مافیایي کړې له یوه غړي سره یوځای د بریتانیې تابیعیت بیرته واخیستل شو.

اړوند: د کم عمره نجونو پر جنسي قاچاق تورنه بریتانوۍ مجرم ګڼل شوې

دواړو تورنو کسانو د یوې اوږدې مودې راهیسې د شخصي او کورني ژوند حق او د پاکستاني تابعیت د له لاسه ورکولو په استناد، د بشري حقونو د یوې دوسیې په اساس خپل هیواد ته له اخراج کیدو سره مقابله وکړه.

دغه دواړه کسان څو کاله مخکې د خپلې سزا د یوې برخې تر تیرولو وروسته آزاد شوي وو او په ظاهره کې خپلو قربانیانو ته نږدې په روچډیل سیمه کې اوسیدل.

خان چې یوه ۱۳ کلنه نجلې یې حامله کړې وه محکمې ته وویل چې هغه غواړي د خپل زوی له پاره یو «رول ماډل» یا بیلګه اوسي. د نوموړي تر دې وینا وروسته قاضیانو وویل چې دغه کس په خپل جرم هیڅ پښیمانه نه دی او نه یي هم پښيماني څرګنده کړې ده. د خان دغو څرګندونو بریتانوي قاضیان په حیرانتیا کې اچولي وو.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص