1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« آلمان ته د افغانانو په راوستلو کي پر ځنډ نيوکي کړي دي»

۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعه

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول له افغانستان څخه د ځينو افغانانو د رايستلو په پروسه کي د ځنډ په سبب د آلمان پر حکومت نيوکي کړي دي.

https://p.dw.com/p/4KjEW
Demonstration 'Luftbrücke jetzt! Schafft sichere Fluchtwege aus Afghanistan!' in Berlin
انځور: Ben Kriemann/Geisler/picture alliance

پرو ازيول د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي له افغانستان څخه د هغو انسانانو په را ايستلو کي بايد لا زياتي هلي ځلي وکړي چي له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (۲۰۲۲م کال د دسمبر ۹) په فرانکفورت کي وويل چي د آلمان حکومت د نورو اقداماتو تر څنګ بايد د افغانانو د منلو په پروګرام کي چټکوالی رامنځته کړي.

د دغه سازمان په وينا د افغانانو  د منلو د ځانګړي پروګرام پروسې هم بايد چي بهتره کړل شي. پرو ازيول د خپلو غوښتنو په استدلال کي په افغانستان کي د طالبانو له خوا د بشري حقونو و نقض ته اشاره کړې ده.

آلماني سازمانونه: د مهاجرو مياشتنۍ نقدي مرسته دې هم زياته شي

د پرو ازيول په وينا طالبانو د خپلو ژمنو برعکس افغانستان «و منځني پېر» ته ټېل واهه. دغه سازمان په داسي حال کي د آلمان له حکومت څخه يادي غوښتني کړي دي چي د شنبې په ورځ د بشري حقونو نړيواله ورځ لمانځل کيږي.

د مهاجرو د پلوۍ او بشري حقونو دغه سازمان په افغانستان کي د مېرمنو بدې وضعې ته په اشارې سره ويلي دي چي د افغان مېرمنو ټول حقونه ورڅخه اخيستل شوي دي. دغه سازمان زياته کړې ده چي په افغانستان کي آن اوس په عام محضر کي جسماني سزاوي او قصاص هم پلي کيږي.

پرو ازيول د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د افغانستان وضعيت ته په کتو سره بايد چي خپلي ژمني پوره  او عملي کړي او نه دا چي صرف موضوع تر خبرو پوري محدوده پاته شي.

د بشري حقونو دغه سازمان د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چي «ټول هغه اقدامات دي وکړي چي له مخي يې تول هغه انسانان راوباسي څوک چي د لوېديځ سره د همکارۍ له کبله تر زيات ګواښ لاندي دي.»

پرو ازيول ويلي دي چي د آلمان د حکومت هغه پروګرام ناکافي دی چي په ترڅ کي يې له افغانستان څخه هغه کسان منل کيږي چي د آلماني پوځ يا ادارو سره يې کار کړی وي.

آ./ا.ا./ن.ز.