1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ: په خيبر پښتونخوا کې مو درې وسله وال وژلي

۱۳۹۹ بهمن ۱۴, سه‌شنبه

د پاکستان امنيتي ځواکونو د دغه هېواد په شمال لويديځ کې د اورپکو پر يوه پټنځای حمله کې درې تنه وژلي دي. د پوځ په يوه خبرپاڼه کې په دې اړه زياته شوې چې وژل شوي کسان په پاکستان کې په هدفي وژنو کې ښکيل ول.

https://p.dw.com/p/3ohlO
Pakistan/ Nord-Waziristan
په شمالي وزيرستان په آسمان کې د پاکستان پوځ په يوه چورلکه کې ماشيندار ته ناست يو پوځي، د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa

له پيښور څخه د اسوشتيد خبري آژآنس په حواله، د پاکستان پوځ په يوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاڼيز پوځي عملیات د خيبر پښتونخوا ایالت اړوند په پخوانۍ قبايلي سیمه، کوز دير کې ترسره شوي دي. سرچينې زياته کړې چې امنيتي ځواکونو د وسله واولو له پټنځای څخه وسلې او لاسي بمونه هم ترلاسه کړي.

د وژل شوو کسانو په اړه ویل شوي چې هغوی تر ۲۰۱۹ کال پورې د پاکستان په شمال ختيځه سيمه سوات کې په شوو هدفي وژنو کې ښکيل ول. سوات تر ۲۰۰۹م کال پورې د پاکستاني طالبانو تر ټولو قوي مرکز ګڼل کيده، خو پوځ ادعا کوي چې دغه سیمه د هغوی له شتونه پاکه شوې ده.

د پاکستان پوځ د دوشنبې ورځې په خبرپاڼه کې د يادې حملې په اړه ډير جزئيات نه دي ورکړل شوي او دا هم نه ده روښانه چې درې وژل شوو کسانو څنګه چې يې په اړه ادعا شوې، په تير کې څوک وژلي وو.

د پاکستان پوځ د وروستيو مياشتو په جريان کې د افغانستان پولې ته په نژدې پرتو قبايلو سيمو کې يو ځل خپلو پوځي عملياتو ته زور ورکړی دی. له دې ګام سره داسې انديښنې راپاريدلي دي چې اورپکې يو ځل بيا په مختلفو پخوانيو قبايلو سيمو کې د منسجم کیدو په حال کې دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.

د پاکستان د قبايلو سيمو اړوند پر يوه بله موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: