1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

«يونان کې مهاجرو سره تاوتريخوالی عادت گرځېدلی»

۱۴۰۲ آبان ۱۴, یکشنبه

د بې پولې ډاکټرانو نړيوال مرستندویه سازمان وايي چې يوناني او اروپايي چارواکو دا خپل عادت گرځولی چې مهاجر پر شا وتمبوي او ورسره ناوړه چلن وکړي. سږ کال يونان ته ۳۰ زره نوي مهاجر رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/4YQMJ
Griechenland | Migranten auf der Insel Lesbos
انځور: Panagiotis Balaskas/AP Photo/picture alliance

د بې پولې ډاکټرانو سازمان پر يوناني او اروپايي چارواکو د مهاجرو سره د ناوړه او غيرقانوني چلن کولو تور لگولی دی. ياد مرستندويه سازمان په دې ټړاو يو راپور خپور کړی دی.

د ياد نړيوال مرستندويه سازمان لخوا په خپور شوي راپور کې د مهاجرو سره د ناوړه چلن داسې تورونه لگول شوي دي، چې مخکې نورو سازمانونو او مرستندويه ټولنو هم لگولي ول. په زياته د ترکيې لخوا پر يونان تورونه لگول کيږي چې په آژه سمندر کې د مهاجرو سره ناوړه چلن کوي.

دغه مطلب هم ولولئ: په مهاجرو کي رواني ناروغي اوج ته رسیدلې؟

خو د يونان حکومت پر خپلو چارواکو د لگول کېدونکو تورونو په هکله وايي چې سم نه دي. دغه هيواد وايي چې پولې يې د اروپايي ټولنې باندني سرحدونه دي او بايد چې د غير اُصولي مهاجرت په وړاندي وساتل شي. دا په داسي حال کې ده چې يونان د اروپايي سرحدونو د ساتونکي آژانس فرونتکس سره په گډه په سمندر کې گزمې زياتې کړي دي.

د بې سرحده ډاکټرانو استدلال

بې سرحده ډاکټرانو په خپل راپور کې ويلي دي: «زموږ ټيمونو شاهدي ورکړې ده چې له سرحدونو څخه د مهاجرو د شړل کېدلو عمل اوس په يو عادي کار گرځېدلی دی او دا چې په يونان کې د تحفظ د متلاشي کسانو لپاره په بشپړه توگه تحفظ نشته.»

دغه سازمان په راپور کې زياته کړېده: «د يونان او د اروپايي اتحاديې يا غړو هيوادونو چارواکي يې د پراخو او د باور وړ شواهدو د موجوديت باوجوده په دې نه دي توانېدلي چې د سرغړونو کوونکو سره محاسبه وکړي.»

ياد سازمان ويلي دي چې د اروپايي اتحاديې پر پولو حاکم وضعيت «د اروپايي اتحاديې د هغو پاليسيو پايله ده چې د اړمنو انسانانو پر ضد د دوامداره تشدد د تقويې سبب گرځي.»

د احتساب سخت کمښت

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان وايي چې په اروپا او يونان کې د احتساب سخت کمښت دی. د دغه سازمان په وينا په يونيفورم ملبس چارواکي او نقاب لرونکي کسان پر مهاجرو تشدد، ورباندې د جسمي حملو مرتکب شوي چې په هکله يې ماشومانو، مېرمنو او نارينه مهاجرو شاهدۍ ورکړي دي. ويل شوي چې د سترګو ليدلی دغه حال په ځانگړې توگه ثبت کړل شوي دي.

دغه سازمان ويلي چې په دوو کالونو کې يې تقريبا ۸ زرو مهاجرو ته عاجلې مرستې رسولي دي. په وينا يې له ډلې څخه يې له ۱۵۰۰ زيات ماشومان ول. دغه سازمان ويلي دي چې د دوی تر علاج لاندې ناروغانو ورته ويلي دي چې هغوی څو څو ځله د ناوړه چلن سره مخامخ شوي. بعضو ويلي چې تقريبا اړ ايستل شوي ول چې له نيمې لارې پر شا وګرځول شي. نورو بيا ويلي چې «د رسېدنې سره سم د تاوتريخوالې سره» مخامخ شوي دي.

آ./ا.ا./ن.ص.