1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۷۰۰۰ اضافه انسانان د ماینونو له امله وژل سوي یا ټپيان سوي

۱۴۰۰ آبان ۱۹, چهارشنبه

د یوه رپوټ له مخي تېر کال په زرونو انسانان د ماین چاودنو له امله یا وژل سوي او یا هم ټپیان سوي دي. یوازي په افغانستان کی ۱۴۷۴ انسانان د ماین چاودني قربانیان سوي دي.

https://p.dw.com/p/42ocm
Weltspiegel 01.04.2021 | Irak | weibliche Landminendetektoren in Basra
انځور: Mohammed Aty/REUTERS

«هندیکپ انترنشنل»مرستندویه سازمان د چهارشنبې په ورځ په د آلمان په مونشن ښار کي ويلي دي چي ۷ زره ۷۳ انسانان د ړندو ماینونو په نتیجه کي یا وژل سوي او یا هم ټپیان سوي دي چي دا د ۲۰۱۹م کال په پرتله د  ۱۲۲۰ پیښو زیاتوالی ښیی.

د نوموړي سازمان په حواله په ډېرو هیوادونو کي وسله والي ډلي او ملیشې د پخوا په شان اوس هم د انسانانو پرضد ماینونو څخه چي د نړیوالو له خوا غیرقانوني بلل کیږي، کار اخلي.

د مځکنیوماینونو د څارونکو په وینا په ۲۰۲۰م کال کي ډېر دغه ډول پیښي په سوریه کي رامنځته سوي دي. هلته ۲۷۲۹ انسانان د ماینونو د چاودني په نتیجه کي وژل سوي او یا هم زخمیان سوي دي.

همدارنگه په افغانستان کي ۱۴۷۴ کسان چي تر ټولو لوړ رقم دی، په مالي کي ۳۶۸ او یمن کي ۳۵۰ کسان په ورته پیښو کي یا له منځه تللي او یاهم ټپیان سوي دي.

په مجموعي ډول شاوخوا ۱۹۰۰ کوچنیان او تنکي ځوانان هم د دغو قربانیانو په ډله کي شامل دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چي د هغو قربانیانو شمیر تر دې هم لوړ دی چي ثبت سوي نه دي.

د دغه رپوټ له مخي، په میانمار کي د جنتا ملیشې د حکومت د یوازیني گوند په توگه، تیرکال د انسانانو پرضد ماینونو څخه کار واخیست. د جنوب ختیځي آسیا دغه هیواد د اوتاوا هغه تړون لاسلیک نه کړ چي له مخي یې د نورو ترڅنگ د داسي ماینونو کارول هم پکښي منع اعلان سوي ول.

په دغه رپوټ کي راغلي چي په افغانستان، کولمبیا، هند، میانمار، نایجیریا او پاکستان کي وسله والو ډلو د انسانانو ضد ماینونه په مځکه کي ښخ کړي دي.

د هندیکپ د نړیوال سازمان د سیاسي څانگي مشره، ایوا ماریا فیشر وايي چي ډیري نوي سیمي هم په دغه ډول ماینونو ککړي سوي دي.

په دغه رپوټ کي چي هرکال خپریږي، د مځکنیو ماینونو د منع کولو نړیوال کمپاین د ۱۹۹۷ د اوتاوا تړون اغیز منعکس کوي، کوم چې پر کارولو سربیره، د پرسونل ضد ماینونو په تولید، سوداګرۍ او ذخیره کولو هم بندیز لګوي او د ماینونو د پاکولو او د اغیزمنو خلکو له پاره د مرستې غوښتنه کوي.

د هندیکپ نړیوال سازمان د مځکنیو ماینونو د کمپاین له شپږو بڼسټ ایښودونکو څخه یو دی چی په ۱۹۹۷م کال کي یې د نوبل د سولي جایزه ترلاسه کړې ده.

GP/NZ/AG