1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې د غصب شويو ځمکو ستونزه او د طالبانو خبرداری

۱۴۰۰ آبان ۲۸, جمعه

په خوست کې طالب چارواکو د ځمکو غاصبینو ته خبرداری ورکړی چې که دولتي ځمکې ازادې نه کړي پر وړاندې به یې جدي چلند وکړي. هلته اوس پر هغه ځمکه د صنعتي پارک د جوړیدو چارې هم پیل شوي چې یوه لسیزه د غصب له امله ځنډيدلي وې.

https://p.dw.com/p/43FrV
Afghanistan | Coronavirus | Provinz Khost
انځور: DW/F. Zahir

په خوست کې له ډېرو جنجالونو او اوږده ځنډ وروسته د صنعتي پارک د جوړیدو چارې پیل شوې. دا صنعتي پارک د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په سيمه کې جوړيږي. د دغي ځمکي په يوه برخه کې په تيرو کلونو کې کورونه هم جوړ شوي دي چې اوس طالبان غواړي دغه کورنه د غصب شويو ځمکو په نوم وران کړي.

د صنعتي پارک د پرانیستې پرمهال د طالبانو د خوست والي محمد نبي عمر ویلي دي چې په دې ولایت غصب شوې ځمکې دې بیرته دولت وسپارل شي، که نه هغه کورونه او آبادۍ چې پر غصب شويو ځمکو جوړ شوي دي »په بمونو« به يې والوزوي.

خو هغه خلک چې د صنعتي پارک په یوه برخه کې يې کورونه جوړ کړي دي وايي چې دا شخصي ملکيت دی. دغو خلکو له تير حکومت سره هم دعوه لرله او خبره حتی څو ځلي تر اخ و ډبه رسېدلې وه.

د مندوزیو قومي مشر ډاکټر نجیب الله عزیزي چې له تير حکومت سره يې د دغي ځمکي پرسر دعوه مخته وړله دویچه ویله ته وویل چې دوی د صنعتي پارک اړوند د خپلې ځمکې قانوني اسناد لري او تېر حکومت د فساد له امله د دوی اسنادو ته ارزښت نه ورکاوه.«

هغه غوښتنه کوي چې که طالبان د صنعتي پارک پروژه تطبیقوي نو د دوی قانوني اسنادو او د خلکو حق ته دې پام وکړي: «موږ د امیر عبدالرحمن خان د وخت اسناد لرو، دا ځمکه زموږ د خلکو ملکيت دی. د خوست په اراضي اداره کې زموږ اسناد موجود دي، خو په تېر حکومت کې د فساد له امله زموږ غږ نه اوریدل کیدو. اوس که طالبان دا پروژه عملي کوي، زموږ اسناد ته دې کتنه وکړي، څو د غریبو خلکو حق ضایع نه شي».

د خوست والي ويلي دي چې دوی به هيڅکله هم شخصي ځمکې په زور ونه نیسي، خو د دولت ځمکې به هم چا ته ور پرېنږدي او له خلکو غواړي، چې که پر کومه ځمکه دعوه لري، نو شرعي اسناد دې وړاندې کړي.

بله خوا بيا د خوست ځيني اوسیدونکي د طالبانو له لوري له غصب څخه د دولتي ځمکو د خلاصون هر کلی کوي. د خوست یوه اوسیدونکي ذبیح الله دویچه ویله ته وویل: «خوشاله یم چې نن له لسو کلونو وروسته د صنعتي پارک د جوړیدو خبره کيږي. غوښتنه مو دا ده چې نوري غصب شوي ځمکې دې هم آزادې شي او داسې ملي پروژې دې پکې عملي شي.«

د خوست سوداګر بيا وایي چې د صنعتي پارک په جوړیدو سره به د دوی ډيرې ستوونزې هوارې شي او سوداګري به یې پراخه شي. یو ملي سوداګر ذکیم خان رحیمي دویچه ویله ته وویل، چې د خوست په صنعتي پارک کې به دوی ډېره پانګونه وکړي: «زه ډېر خوشاله یم، ما خپله دغه پارک کې د ځمکې ترلاسه کولو له پاره یو قسط پیسې هم داخلې کړي او انشاالله د دالو فابریکه به جوړه کړم. دا به زموږ له پاره ډېر سهولت شي.«

د خوست د سوداګرۍ او صنعت امريت چارواکې وايي چې په دغه صنعتي پارک کې به ۲۰۴ شرکتونو ته ځمکي ورکړل شي. د صنعتي پارک ساحه ۴۰۰ جريبه ځمکه ده.

ویل کیږي چې دا مهال په خوست کې کابو ۶۰ زره جریبه دولتي ځمکه په بېلابېلو نومونو غصب شوي. په تېر حکومت کې هم چارواکو په وار وار له غصبه د دولتي ځمکو د خلاصولو خبرې کولې، خو عملې نه شوې.