1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فارس خلیج کې د ګواښوونکي وضعیت په اړه د امریکا اندیښنه

۱۴۰۱ آبان ۱۱, چهارشنبه

د اسوشیټډ پرس خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ سعودي عربستان پر دغه هیواد د ایران د احتمالي برید په اړه استخباراتي معلومات له امریکا سره شریک کړي دي. متحده ایالاتو په فارس خلیج کې د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/4Ixbe
Spannungen zwischen Iran und Saudi-Arabien
انځور: irdiplomacy

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پت رایدر، د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې لومړۍ نېټه) وویل چې هیواد یي په فارس خلیج کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دی.

نوموړي دغه څرګندونې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوه رپوټ په اړه پوښتنې په ځواب کې کړي دي. د وال سټریټ ژورنال د دې رپوټ پر بنسټ ایران په پام کې لري چې پر سعودي عربستان او د عراق په شمال کې بریدونه وکړي، څو په دې توګه په هیواد کې دننه له روانو اعتراضونو څخه د خلکو پام بل لورې ته واړوي.

اړوند:د سپاه پاسداران د خبرداري سربیره په ایران کې اعتراضونه دوام لري

د دغه رپوټ پر بنسټ چې د سعودي عربستان د استخباراتي اطلاعاتو په مبنی خپور شوی دی، دغه هیواد، امریکا متحده ایالاتو او د سیمې یو شمیر نورو هیوادونو، د خپلو نظامي ځواکونو له پاره د خبردارۍ درجه لوړه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل: «هغه څه چې کولی شو ویې وایو دا ده چې بیا هم په سیمه کې د ګواښوونکي وضعیت په اړه اندېښمن یو. موږ له خپلو سعودي متحدینو سره په منظم تعامل کې قرار لرو، څو معلومه کړو چې د دې موضوع په اړه کوم اطلاعات برابرولی شو.»

هغه ټینګار وکړ چې امریکا متحده ایالات دا حق د ځان له پاره محفوظ ګڼي چې د یوه مشخص خطر د موجودیت په صورت کې له خپل ځان څخه ساتنه او دفاع وکړي، بی تفاوته ده چې د امریکا ځواکونه په کوم ځای کې مستقر وي، که هغه عراق کې وي او یا کوم بل ځای کې.

نوموړي د وال سټریټ ژورنال د دې رپوټ په هکله نور جزویات ورنه کړل، خو درو امریکایي چارواکو اسوشیټډ پرس ته ویلي دي چې سعودي عربستان له امریکا سره داسې استخباراتي معلومات شریک کړي دي چې پر دغه شاهي هیواد د حملي کولو له پاره د ایران پر چمتووالي دلالت کوي.

اړوند: سعودي:«د ایران له ملاتړه برخمنه یوه ترهګري شبکه مو شنډه کړه»

د څو اونیو راهیسې  په ایران کې د حکومت د سرکوبه کوونکي سیاست او سختو اسلامي قوانینو د حاکمیت پر ضد د ټول هیواد په کچه اعتراضونه دوام لري. دغه اعتراضونه د ایران د اخلاقي پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې ژینا مهسا اميني تر مړينې وروسته پیل شوي دي.

ایران، سعودي عربستان او امریکا متحده ایالات دغو اعتراضونو ته په لمن وهلو تورنوي.

ایران د سپټمبر میاشتې له وروستيو راهیسې د عراق په شمال کې د کُرد بیلتون غوښتونکو ډلو پر مرکزونو توغندیز او د بی پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. ایران دغه بریدونه په سرحدي سیمو کې د خپل هیواد پر پوځي مرکزونو د کُردي «تروریستي» ډلو د بریدونو پر وړاندې د «مشروع غبرګون» په توګه توجیه کړي دي.

ایران مخکې تر دې پر یو شمیر کُردي ډلو تور لګولی و چې په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو او مظاهره کوونکو ته د وسلو په لیږلو کې لاس لري.

nz/sn (dpa, AP)