1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د سعودي او ایران د بهرنیو چارو وزیران به ژر سره وويني

۱۴۰۲ فروردین ۷, دوشنبه

د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران د تلیفوني اړیکې په ترڅ کې د روژې په روانې میاشت کې پر ملاقات کولو سلا شوي. سعودي چارواکو وروسته له ۷ کلونو دا د دیپلوماتیکو اړیکو د بیرته پيلیدو په برخه کې مهم گام بللی دی.

https://p.dw.com/p/4PIkU
Kombobild I Faisal bin Farhan Al Saud, Außenminister Saudi Arbaien und Hossein Amir-Abdollahian, Außenminister Iran
انځور: Sven Hoppe/dpa Pool/picture alliance I Salvatore Di Nolfi/KEYSTONE/picture alliance

د سعودي عربستان خبري سرچینو د رمضان میاشتې تر پای ته رسیدو مخکې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د سولې یوه تړون د لاسلیک کولو له پاره د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر ملاقات د سلا کیدو خبر ورکړی دی.

تهران او ریاض؛ د سفارتونو او قونسلګریو بيا پرانیستلو ته چمتووالی

د سعودي عربستان رسمي خبري آژانس د دوشنبې په ورځ لیکلي دي: «د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاه زاده فیصل بن فرحان او ایراني سیال یي حسین امیر عبداللهیان له یوې اونۍ څخه په لږه موده کې د دویم ځل له پاره تلیفوني خبرې کړي دي. په دغو خبرو کې د دواړو هیوادونو د وروستۍ موافقې په ارتباط چې د چین په منځگړیتوب ترلاسه شوې ده، نظرونه تبادله شول.»

د دې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه کړې ده چې په روان قمري میاشت[رمضان] کې به یو بل سره وويني. په دغه رپوټ کې د لیدنې کتنې د دقیق وخت او ځای په هکله جزویاتو ته اشاره نه ده شوې.

د سعودي چارواکو ویلي دي چې د سعودي او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه کتنه د تهران او ریاض د نږدې کیدو په برخه کې مهم گام دی، څو د دواړو هیوادونو ترمنځ دیپلیوماتیکې اړیکې وروسته له اووه کلن ځنډ څخه بیرته له سره پيل شي.

زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

د ریاض او تهران ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې له ۱۳۹۴ قمري کال راهیسې، په تهران کې د عربستان پر سفارت تر برید وروسته پرې شوې وې. دغه برید د سعودي حکومت له خوا د شعیه روحاني مشر شیخ نِمر باقر النمر، د اعدام په غبرگون کې د یوې ډلې له خوا چې ایران »خپل سري اعتراض کوونکي« بللې وو، ترسره وی وو.

زمونږ له یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

ایران او سعودي عربستان لږه موده وړاندې د چین په منځگړیتوب د خپلو سیاسي ارتباطانو پر بیا پیلولو او په دوو میاشتو کې دننه د یو بل په هیواد کې د خپلو سفارتونو او سیاسي استازولیو پر پرانیستلو موافقې ته رسیدلي ول.

«رئیسي ته د سعودي د پادشاه بلنه»

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سیاسي دفتر مرستیال د مارچ په ۱۹ نیټه په یوه تویتري پيغام کې د ایران ولسمشر ته د سعودي عربستان د پادشاه له خوا ریاض ته د سفر کولو د بلنې خبر ورکړی و.

چين و ايران او سعودي ته پر خپلمنځي جوړجاړي تبريک ووايه

محمد جمشیدي په خپل تویت کې له ایران سره د سیمه ایزو او اقتصادي همکاریو د پیاوړې کولو له پاره د پادشاه سلمان د لیوالتیا خبره کړې وه او لیکلي يې وو چې ابراهیم رئیسي هم د دې بلنې هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دې خبر په هکله سعودي عربستان کوم غبرگون نه دی ښودلی.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص