1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان: د يوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې پنځه مهاجر مړه سوي

۱۴۰۱ بهمن ۱۷, دوشنبه

د یونان لیروس ټاپو ته نیږدې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په نتیجه کي څلور مهاجر کوچنیان او یوه ښځه مړه سوي دي. د عیني شاهدانو په حواله په دغه کښتۍ کي چي له یونان څخه یې حرکت کړی و، په لسونو مهاجر سپاره ول.

https://p.dw.com/p/4N8Vz
Bergung von Flüchtlingen im Mittelmeer vor der libyschen Küste
انځور: picture-alliance/dpa/Sea-Watch

د یونان د ساحلي گارډ د خبر له مخي په دغه پیښه کي ۴۱ انسانان ژغورل سوي چي د هغو له جملې څخه یې دوه بالغ کسان او شپږ کوچنیان د لیروس روغتون ته انتقال سوي دي. د یونان خبري آژانس ANA په حواله د څلورو کوچنیانو د ژغورلو هڅه ناکامه سوې ده.

د مړو سوو کوچنیانو په ډله کي دوه پنځه کلن هلکان او یوه څلور کلنه نجلۍ شامل دي. دياد خبري آژانس په حواله وژل سوی بالغ کس ۲۰ کلن وو. د چارواکو په حواله نوموړو مهاجرو په یوې ربړي کښتۍ کي له ترکیې څخه حرکت کړی وو. زياته سوې ده چي ټول دغه کسان له افریقايي هیوادونو څخه ول.

برلین افریقا ته د پناغوښتني د پروسې پرانتقال غور کوي

د یکشنبې په ورځ د دغي کښتۍ د ډوبیدو له امله په نورو قربانیانو پسي لټون دوام درلود، خو د سمندر د سختو څپو او سختو بادونو له امله د ژغورونکي عملې او هیلیکوپتر عملیات له ستونزو سره مخامخ سول.

د یوې رسنۍ د رپوټ په حواله د دغي پیښي په اړه عاجل تیلفون د یوه کب نیونکي له خوا هغه وخت وسو چي د یوې ښځي جسد یې د اوبو پر سر ولید. د عیني شاهدانو په حواله په دغه کښتۍ کي په لسونو مهاجر سپاره ول.

جرمني: د مهاجرو له پاره د يوه کمپ جوړيدو پرضد اعتراض

د یونان د سمندري ځواک وزیر، یانیس پلاتوکیوتاکیس څرگنده کړې ده: »متاسفانه یو وار بیا خبره پر بې گناهو قربانیانو ده چي خپل ژوند یې د انساني قاچاق وړونکو د جنایتکارانه چلند له امله له لاسه ورکړی دی.

ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د یکشنبې په ورځ په تویتر کي څرگنده کړې ده: »دا سخت د تاسف ځای دی چي د ډاډمنو لارو د نشتوالي له امله اوس هم مهاجر خطرناکو سفرونو ته غاړه ږدي او پر بې وجدانه قاچاق برانو باندي اعتماد کوي.

ډېر مهاجر هڅه کوي د اوبو له پاره د غیرمناسبو کښتیو په مرسته له ترکیې څخه یونان او په دې ډول اروپايي ټولني ته راسي. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په حواله له ۲۰۱۴م کال راهیسي ۲۲۴۶ انسانانو چي له جگړو او بې وزلیو له امله یې خپل ټاټوبي پرې ایښي، د مدیترانې په سمندر کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

     GP/NZ/AG