1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«لا هم له افغانستان څخه د تخلیې هڅې روانې»

۱۴۰۱ مهر ۱۶, شنبه

المان او پاکستان لا هم په شدت سره پر دې کار کوي چې د سخت دریځه اسلامپاله طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان څخه هغه کسان خوندي ځایونو ته انتقال کړي چې په ځانګړي توګه حفاظت ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/4HvOK
انځور زمونږ له آرشیف څخه: پاکستان ته د المان د بهرنیو چارو وزیرې د سفر پر مهال
انځور زمونږ له آرشیف څخه: پاکستان ته د المان د بهرنیو چارو وزیرې د سفر پر مهالانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري، د جمعې په ورځ په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بیربوک سره تر خبرو وروسته وویل چې هغه ډاډه دی چې له طالبانو سره د تماس په پام کې نیولو سره به په دې برخه کې یو مثبت تحول رامنځته شي.

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک بیا وویل چې تر ټولو په لومړي قدم کې د روان کال په اوایلو کې د هغو کسانو چې په ځانګړي توګه حفاظت ته یې ضرورت درلود، خوندي ځای ته د انتقالولو بهیر په ډیر ښه ډول پر مخ تللی دی.

اړوند: آلمان تر ۲۵۰ څخه زيات نوي افغان ځايي همکاران په کار ګومارلي دي

بیربوک وویل چې په بهرنیو هیوادونو کې د المان نمایندګیو خپلو نږدې ۲۴۰۰۰ افغان سیمه ایزو همکارانو او په ځانګړي توګه له خطر سره مخامخ کسانو ته ویزې ورکړي دي. له دې ډلې تر ۱۸۰۰۰ ډیرې ویزې په اسلام آباد کې د المان د سفارت له خوا صادر شوي دي.

په ۸۳ چارتر الوتکو له پاکستان څخه افغانان په مستقیم ډول المان ته انتقال شوي دي. د المان د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې په دویم پړاو کې ۷۵۰۰ کسان له افغانستان څخه را ؤ ایستل شول. په دریم پړاو کې وروسته له دې چې طالبانو د دغو کسانو د وتلو بهیر مخته شدید خنډونه رامنځته کړل، د پاکستان او المان په همکارۍ نږدې ۱۴۰۰ کسان تخلیه شول. د دې له پاره چې د تخلیې پروسې روانو هڅو ته زیان ونه رسیږي، بیربوک یي جزویات په ډاګه نه کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وویل لکه د اوکراین په څیر افغانستان هم د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته ضروت لري. پاکستان د نړۍ ۴۳ هیوادونو ته د ۹۰ زره افغانانو انتقالولو ته زمينه مساعده کړې ده.

اړوند: آلمان: ډېر ژر به له افغانستانه په زرونو نور کسان هم انتقال کړو

الماني پوځ وروسته له نږدې شلو کلونو څخه د ۲۰۲۱م کال د جون په پای کې له افغانستان څخه ووت. طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمایي کې بې له دې چې د افغان امنیتي ځواکونو له شدید مقاومت سره مخامخ شي، په پلازمېنه کابل کې واک په خپل لاس کې ونیوه.

د تیر جولای میاشتې راهیسې د المان د بونډسټاګ یا پارلمان یوه تحقیقاتي کمیټه په افغانستان کې د المان د ماموریت پر ارزونې کار کوي. په دې برخه کې د الماني پوځ د هغو سیمه ایزو همکارانو د برخلیک موضوع هم شامله ده، چې تر اوسه پورې المان ته د تخلیه کیدو د فرصت په تمه دي.

آژانسونه: ش.ن