1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د افغانانو د منلو بهیر په مؤقت ډول درولی دی

۱۴۰۲ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک، په پاکستان او ایران کې د المان په سفارتونو کې د افغانانو د منل کیدو د ارزونې بهیر کار د احتمالي ناوړه استفادې هڅو د نښو را څرګندیدو په دلیل په مؤقت ډول ځنډولی دی.

https://p.dw.com/p/4PUzj
Außenministerin Annalena Baerbock
انځور: Thomas Trutschel/photothek/picture alliance

په برلین کې دیپلوماتیکو کړیو د چهارشنبې په ماښام رپوټ ورکړ چې په ایران او پاکستان کې د المان په سفارتونو کې د افغانانو د منل کیدو غوښتنلیکونو د بررسۍ کارونه په بیړه د مؤقت وخت له پاره ځنډول شوي دي.

پرو ازيول آلمان ته د افغانانو په راوستلو کي پر ځنډ نيوکي کړي دي

دې سرچینو ویلي دي په تیرو اونیو کې وروسته له هغې چې د احتمالي ناوړه استفادې د هڅو انفرادي نښې نښانې را څرګندې شوې، د المان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو په ګډه په اسلام آباد کې د المان په سفارت کې د افغانانو پر دوسیو د کار بهیر د بیا کتنې لاندې ونیوه.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

دغو دوو وزارتونو تفاهم کړی دی چې د نورو ترڅنګ به یوه اضافي امنتیتي ارزونه ترسره کوي، څو د احتمالي جعل کارۍ مخه ونیول شي. ویل شوي هڅه کیږي چې د دوسیو د ارزونې بهیر په راتلونکو ورځو کې تر اضافي امنیتي ارزونو وروسته له سره پيل شي.

په المان کې د ۳۰ زره افغانانو منل کیدل

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دې هیواد بهرنیو استازولیو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک تر نیول کیدو وروسته ۲۸۶۰۰ هغو افغانانو ته ویزې ورکړی دي چې د المان د حکومت له خوا یي د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې وه. له دې ډلې څخه ۴۱۰۰ تنه یې د الماني بنسټونو پخواني کارکوونکي تشکیلوي.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشت څخه نیولې تر اوسه پورې په مجموعي ډول ۳۰ زره افغانان په المان کې منل شوي دي چې په هغو کې پخواني سیمه ایز همکاران، له خطر سره مخامخ کسان او د دغو دواړو ډلو نږدې خپلوان شامل دي.

المان او پاکستان: لا هم له افغانستانه د خلکو د را ایستلو هڅې روانې دي

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې تر اوسه پورې په مجموع کې ۴۴ زره افغانانو ته د منل کیدو ژمنه ورکړل شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص