1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

پر ترمپ د محرمو اسنادو په قضيه کې د اقامې دعوا شوې

۱۴۰۲ خرداد ۱۹, جمعه

له محرمو اسنادو سره د امريکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د چلن په اړه له څو میاشتو راهېسې يوه ځانګړي پلټنونکي څېړنې کولی. اوس ښایي د ترمپ پر ضد کافي شواهد موندل شوي وي.

https://p.dw.com/p/4SNG4
د امريکا متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ
د امريکا متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر دونالد ترمپانځور: Charlie Neibergall/AP/picture alliance

د معلوماتو په حواله د امريکا متحده ايالاتو پر پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، يو ځل بيا د اقامې دعوا شوې ده.

ترمپ د ټولنیزو رسنيو له لارې ويلي دي: «ما هیڅکله فکر نه وو کړی چې د امريکا يو پخوانی ولسمشر له داسې وضعيت سره هم مخامخیدلای شي.»

نوموړي وويل چې وکيلانو یې ورته ويلي دي چې د دندې تر پرېښودو وروسته پر ده د محرمو اسنادو له ځان سره د ساتلو په تور د اقامې دعوا شوې ده.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

ترمپ د ټولنیزو رسنیو پر خپلې شبکې «تروت» ليکلي: «د بایډن په فساد ککړې ادارې زما وکيلان خبر کړي دي چې پر ما یې د اقامې دعوا کړې ده، ظاهراً د اسنادو د ورکولو د ګونګوسو په لړ کې.»

د امريکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

اړونده موضوع: د دونالد ترمپ د نيول کیدو احتمال او د تاوتریخوالي ویره

ترمپ ليکلي دي چې دی د ميامي فدرالي محکمې ته ور غوښتل شوی دی. نوموړي په ټولنیزو رسنيو کې په نشر شوې يوه ويډيو کې ځان بې ګناه بللی دی.

د رسنيو په حواله پر پخواني ولسمشر په اوو جرمونو کې د ښکيلتيا تورونه لګول شوی دي چې په دې کې په قصدي ډول د ملي دفاعي رازونو له ځانه سره ساتل، ناسم بيانات جاري کول او د عدالت په لاره کې د خنډ جوړولو په توطيو کې لاس لرل شامل دي.

پر ترمپ په مارچ مياشت کې هم د لوڅو فلمونو يوې لوبغاړې ستورمي ډینيلېز په قضيه کې د اقامې دعوا شوې وه
د لوڅو فلمونو لوبغاړې ستورمي ډینيلېز انځور: SMG/ZUMA Wire/picture alliance

دا قضيې له هغو ډېرو قضيو څخه دي چې ترمپ ور سره مخامخ دی. دا په داسې حال کې ده چې نوموړي په کراتو ويلي دي چې هیڅ ناسم کار یې نه دی کړی.

 د نوموړي پر ضد د اقامې دا دعوا کیدای شي د دې پخواني ولسمشر له پاره پر يوه ډېر سخت قانوني خطر بدله شي ځکه له دې کبله یې په دويم ځل د ولسمشر کیدو ارادې ته هم خطر متوجې دی.

اړونده موضوع: ترمپ: ښايي راتلونکې اوونۍ د څارنوالۍ له خوا ونیول شم

پر ترمپ په مارچ مياشت کې هم د لوڅو فلمونو يوې لوبغاړې ستورمي ډینيلېز، ته د چپ پاتیدو په بدل کې د پېسو د ورکړې په تور د اقامې دعوا شوې وه او د دې قضيې په ترڅ کې له نوموړي اوس په واشنګټن او اتلانتا کې پلټنې رواني دي. پر نوموړي په دې ترڅ کې د يوه جرم د ترسره کولو تورونه هم لګیدلی شي.

د تازه قضې په اړه په څه پوهیږو؟

د امريکا متحده ایالاتو عدليه په دې هکله پلټنې کوي چې آيا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په ۲۰۲۱م کال کې له سپينې ماڼۍ څخه تر وتلو وروسته له هغه سره له موجودو اسنادو ناوړه استفاده کړې او که څنګه؟

تېر کال د فلوریډا په پام بيچ کې د ترمپ په شخصي کور کې کابو ۱۳۰۰۰ اسناد ضبط کړل شوي ول. له دې څخه کابو سل د محرمو معلوماتو په توګه درجه بندي شوي.

د ترمپ وکیلانو تر دې دمخه ويلي ول چې ټول محرم اسناد حکومت ته سپارل شوي دي. 

ترمپ د ځان سره د دې اسنادو د ساتنې څخه دفاع وکړه او ویې ويل چې د دندې پرېښودو تر مخه یې دا اسناد د محرمو اسنادو له درجه بندۍ خارج کړي ول. خو نوموړي د خپلې دې ادعا له پاره هیڅ شواهد نه دي وړاندې کړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP)

زموږ له آرشيف څخه: