1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیوبا کې د کاسترو کورنۍ د واکمنۍ پای

۱۴۰۰ فروردین ۲۸, شنبه

د کیوبا پخواني ولسمشر د کمونیست ګوند په کنګره کې له امریکا سره د «محترمانه خبرو اترو» غوښتنه کړې او په عین وخت کې يې ټینګار کړی چې کیوبا به د انقلاب او سوسیالیزم له اصولو لاس وانه خلي.

https://p.dw.com/p/3s9mS
Kuba Eröffnungssitzung des VIII. Kongresses der Kommunistischen Partei
انځور: Ariel Ley Royero/ACN/AP Photo/picture alliance

د کیوبا پخواني ولسمشر راول کاسترو د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۶) په هاوانا کې د کمونیست ګوند سلګونو غړو او استازو ته په وینا کې وویل چې کیوبا تیاره ده، له امریکا سره «د نوي ډول اړیکي» رامنځته کړي.

د کیوبا د انقلاب د رهبر فیدل کاسترو [چې په ۲۰۱۶م کال کې د ۸۸ کلنۍ په عمر کې مړ شو]، ورور ډاډ ورکړ چې کیوبا به «د انقلاب او سوسیالیزم له اصولو» لاس پر سر نه شي.

۸۹ کلن رائول کاسترو په خپله ګوندي کنګره کې د کیوبا د کمونیست ګوند د عمومي مونشي په توګه له خپلې دندې د استعفاء ورکولو پر مهال وویل چې د کیوبا د ښې او ډاډمنې راتلونکي په هیله خپله دنده پای ته رسوي.

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۱۹ نیټه) به د دغه هیواد ۶۰ کلن ولسمشر میګوئل دیاز کانل، د ګوند د نوي رهبر په توګه وټاکل شي.

د رائول کاسترو له استعفاء سره د نوموړي او د ورور د زمام دارۍ دور یې وروسته له شاوخوا ۶۰ کلونو څخه پای ته رسیږي. کاسترو ورونه له شپږو لسیزو د ډیرې مودې راهیسې د حکومت په راس کې ول. فیدل کاسترو ته اوس هم په کیوبا کې درناوی کیږي. هغه له ۱۹۵۹ څخه تر ۲۰۰۶م کاله پورې د حکومت د مشرۍ مسئولیت په غاړه درلود.

رائول کاسترو په ۲۰۰۶م کال کې په موقت ډول د خپل ناروغه ورور ځای ناستی شو او دوه کاله وروسته بیا د «کیوبا د خلق کنګرې» په رایو د پنځو کلونو له پاره د دغه هیواد ولسمشر وټاکل شو. هغه مخکې اعلان کړی وو چې تر دې دورې وروسته به له اجرایوې دندو استعفاء وکړي.

 

راول کاسترو په ۲۰۱۸م کال کې د کیوبا د جمهوري ریاست مسئولیت میګوئل دیاز کانل ته ورسپارلی وو او دا دی اوس یې د ګوند تر ټولو لوی مقام هم کانل ته وسپاره.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص