1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيوبا او امريکا د چين د څارنې مخفي اډې د جوړېدو آوازې ردوي

۱۴۰۲ خرداد ۱۹, جمعه

وال سټريت ژورنال ورځپاڼې ليکلي چې چين او کيوبا په پټه د امريکا له فلوريدا آيالت څخه ۱۶۰ کيلومتره لرې د څارنې د يوې اډې پر جوړېدو توافق کړی. خو د کيوبا حکومت دغه راپورونه »بې بنسټه« او سپينې ماڼۍ هغه »ناسم« وبلل.

https://p.dw.com/p/4SNBj
چين او کيوبا دواړه کمونيستي هېوادونه دي
چين او کيوبا دواړه کمونيستي هېوادونه ديانځور: Enrique de la Osa/AFP/Getty Images

د کيوبا او همداراز امریکا متحده آيالاتو حکومتونو دواړو د وال سټريت ژورنال ورځپاڼې هغه رپوټ رد کړ چې وايي هاوانا او بيجينګ د امريکا د فلوريدا آيالت څخه ۱۶۰ کيلومتره سويل لوري ته د چين د څارنې د يوې الکترونيکي اډې پر جوړولو باندې توافق کړی دی.

ورځپاڼې دا هم ويلي چې د څارنې داسې يوه اډه چې د امريکا بېلابېلو پوځي اډو ته ډېره نژدې به پرته وي، بيجينګ ته د دې امکان ورکوي چې الکترونيکي ارتباطات ذخيره او د کښتيو تګ راتګ وڅاري.کیوبا کې د کاسترو کورنۍ د واکمنۍ پای

وال سټريت ژورنال دا هم ويلي دي چې دغه توافق په اساسي ډول شوی چې په بدل کې به يې د لاتين امريکا غريب هيواد کيوبا »اووه ميليارده ډالر« تر لاسه کړي. د کيوبا د بهرنيو چارو مرستيال، کارلوس فرنداندس دې کوسيو، وويل چې دغه رپوټ د امريکا له خوا په جعلي ډول جوړ شوی او »په بشپړه توګه درواغجن او بې بنسټه« يې وباله.چين په لومړي ځل يو ملکي ستورمزلی فضا ته استولی

نوموړي ټينګار وکړ چې هيواد يې په لاتين امريکا کې د ټولو بهرنيو پوځونو شتون ردوي چې د متحده آيالاتو اډو ته يې هم په دې لړ کې اشاره وکړه. سپينې ماڼۍ هم ويلي دي چې دغه رپوټ »ناسم« دی. د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت  شورا وياند، جان کربي، رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې امریکا د چین او کيوبا نژدې اړيکو ته په کتو تر اوسه لا »رښتينې اندېښنې« لري او زياته يې کړه چې دغه څه به په کلکه څارل کيږي.چین له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په اړه خپله تګلاره بدله کړي

د امريکا د دفاع وزارت وياند، پاتريک رايدر، هم د وال سټريت ژورنال دغه رپوټ رد کړ. نوموړي زياته کړه چې »موږ کوم خبر نه لرو چې چين او کيوبا يو ډول نوې د جاسوسۍ اډه سره جوړوي.« په دې وروستيو کې د واشنګټن او بيجينګ تر منځ اړيکې يو څه ترينګلې وې چې د تايوان موضوع او اقتصادي سيالي يې د اړيکو د خرابېدو اصلي لاملونه ول.

د کال په پيل کې امريکا متحده آيالاتو يو بالون چې ويل يې د جاسوسۍ اهداف يې درلودل، د خپل هوايي حريم د پاسه وويشت. بيجينګ دغه خبره رد کړه چې دغه بالون دې د څارنې په موخه امريکا ته لېږل شوی وي.

rmt/sms/ن.ص./ن.ز.