1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ولي سينماګاني تړل شوي؟

۱۳۹۹ اسفند ۲۷, چهارشنبه

په پاکستان کې د سينماګانو د فعاليت د زياتولو په موخه چې په ۲۰۱۴م کال کې کوم خوځښت پر لاره اچول شوی وو، د کرونا نړيوالې وبا د هغه لاسته راوړنې له منځه يوړلې. دمګړۍ د دې صنعت سره تړلي لس زره کسان بې کاره دي.

https://p.dw.com/p/3qkLB
Kino Karachi Pakistan
انځور: Asif Hassan/AFP/Getty Images

د ۲۰۲۰م کال د مارچ مياشتې په نيمايي کې د ټولې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د کرونا ویروس د وبا له کبله محدوديتونه وضع شول. د دې محدوديتونو په نتیجه کې په ټول پاکستان کې سينماګانې هم وتړل شوې چې لا تر اوسه بندې دي.

که څه هم چې د اکتوبر مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې ځينې سينماګانې په آزمايښتي توګه د څو اوونيو له پاره پرانیستل شوې خو د وبا د دويمې څپې له وجې بيرته وتړل شوې.

«د کور سامان مې خرڅ کړ»

منظر جاويد (مستعار نوم) د کراچۍ په يوې سينما کې کار کاوه. هغه اوس له څو مياشتو راهيسې بې کاره دی. نوموړي د دويچه ویله له اردو څانګې سره په خبرو کې وويل چې کله چې د ۲۰۲۰م کال په مارچ مياشت کې سينماګانې وتړل شوې، نو تر لوې اختره پورې یې کار درلود او څو مياشتې یې معاش ترلاسه کړ. خو بيا د سينما څښتن معذرت وکړ او ويې ويل کله چې سينماوې پرانيستل شوې، هغه به بيرته را وبلل شي. نوموړی وايي چې له هغه سره سره نور ۳۰۰ کسان هم بې روزګاره شول چې ځينو یې نور کارونه وموندل خو اکثريت یې نن هم بيکاره دي.

نوموړي زياته کړه: «موږ هر يو د ۲۰ او ۲۵ زرو کلدارو ترمنځ معاش درلود، موږ له دې پېسو سپما هم نه شوه کولی نو ځکه مو اوس حال دا دی چې د کور د سامان په پلورلو سره قرضونه خلاصوم.»

د سينماګانو د بيرته فعالولو هڅه

د ماندوي والا انترتينمنت سینماګانو اجرايوي مشر نديم ماندوي والا له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د نن ورځې سينما ته باید د نړيوال ليد لوري وکتل شي. هغه وویل: «دمکړۍ په ټوله نړۍ کې سينماګانې بندې دي او د پرانيستلو د عمل په اړه يې غور روان دی.»

نديم ماندوي والا د وضعيت د ارزولو په ترڅ کې وويل چې سينما هره ورځ يوه فلم ته اړتيا لري چې ښکاره یې کړي. نوموړي زياته کړه: «په پاکستان کې د بالي وډ يعني هند پر فلمونو بندیز دی چې له امله یې موږ بايد سترګې د هالي وډ يا امریکا لورې ته واړو. کله چې هالي وډ د فلمونو په خپرولو پېل وکړ او نوي او ستر فلمونه یې نندارې ته وړاندې کړل نو پاکستان به هم د فلمونو نندارې ته وړاندې کول پيل کړي.»

Kino Karachi Pakistan
په پاکستان کې د هندي فلمونو مينوال ډير دي خو په سينماګانو کې دغه فلمونه نه وړاندې کيږيانځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

نديم ماندوي واله وويل چې دمګړۍ په لویدیځ کې واکسين په چټکۍ سره تطبيقيږي او هیله ده په راتلونکو څو میاشتو کې به اکثریت واکسين ترلاسه کړي او په دې توګه به ژوند خپل عادي حالت ته را وګرځي.

په پاکستان کې په ۲۰۱۴م کال کې د سينماګانو د زيات فعاليت په موخه د نويو سينماګانو په جوړولو پيل شوی وو. د سني پېکس دستريبيوشن مشر مرزا سعيد بيګ وويل چې تېر کال د کرونا ښکار شو او سږ کال هم په اختر کې د فلمونو نندارې ته وړاندې کول ستونزمن بريښي.

هغه زياته کړه: «که په اختر کې هم وضعيت همداسې وو نو د سينما او ورسره د تړلو خلکو راتلونکی به ډېر خراب وي او ښايي په دې پورې تړلي خلک د نورو کارونو لټولو ته مجبور شي.»

 د فلم تګلاره

نوموړي زياته کړه چې اوس د پاکستان د حکومت له خوا د فلم تګلارې ته يو څه هيله پيدا شوې ده. انتظار کيږي چې حکومت به د سترو اقداماتو د پورته کولو اعلان وکړي.

د پاکستان حکومت په هيواد کې د فلم او سينماګانو د ودې له پاره د يوې اړوندې تګلارې د جاري کولو اعلان کړی دی. حکومت په دې اړه د مشورو او وړاندیزونو په راټولو هم لاس پورې کړی دی.

د کارپوهانو په حواله په داسې حال کې چې په ګاونډي هيواد هند کې د سينماګانو د پرانيستل کيدو او نويو فلمونو نندارې ته وړاندې کيدو خبرونه اوريدل کيږي نو دې هيلې ډېرې شوي چې کيدای شي په پاکستان کې هم سينماګانې بيرته ودانې شي.

ب.ص/ ن.ز (حسن کاظمي)

زموږ له آرشيف څخه: