1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د عربستان او ایران ترمنځ اړیکو د ښه کېدو هرکلی کړی

۱۴۰۲ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له سعودي عربستان سره د خپل هېواد د اړيکو پر اهميت ټينګار وکړ. دا د دوو سیالو هېوادونو ایران او سعودي عربستان تر منځ له منځګړیتوب وروسته د چین لومړی رسمي غبرګون دی.

https://p.dw.com/p/4PTzb
China Treffen von Wang Yi, Ali Shamkhani und Musaad bin Mohammed Al Aiban
انځور: CHINA DAILY via REUTERS

د چین ولسمشر شي جین پینګ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه څه څخه چې نوموړي په منځني ختیځ کې د ترنگلتيا کمېدل وبلل، هرکلی وکړ. تر دې مخکې د چین په منځګړیتوب ایران او سعودي عربستان د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو موافقه کړې وه.

د ایران او سعودي عربستان تر منځ د اوو کلونو لپاره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې وې  او دواړه هیوادونه په یمن کې د نیابتي جګړې په ګډون په ډیرو جګړو کې ښکیل دي.

اړوندمطالب:سعودي: له ایران سره موافقه د ټولو اختلافاتو د حل په معنی نه ده

خو د مارچ په لسمه نېټه په پیکنګ کې له خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو چارواکو اعلان وکړ چې په تهران او ریاض کې به خپل ډیپلوماټیک ماموریتونه بیا پرانیزي.

شي جين پينګ د دې روغې جوړې په اړه څه وويل؟

د چین د دولتي رسنیو په وینا، شي جين پينګ د سعودي ولیعهد ته وویل چې هیواد یې غواړي «د سیمه ایز یووالي او همکارۍ په پیاوړتیا کې لوی رول ولوبوي.»

بن سلمان چې د سعودي عربستان لومړی وزیر هم دی، هغه د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو لپاره د چین د نوښت ستاینه وکړه.

د سعودي عربستان او ایران جګپوړي ډیپلوماتان به د روژې په میاشت کې د خپلو اړیکو د بیا رغولو لپاره سره وګوري.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ګډ انځور
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ګډ انځورانځور: Sven Hoppe/dpa Pool/picture alliance I Salvatore Di Nolfi/KEYSTONE/picture alliance

دواړه هیوادونه د خپلو سفارتونو د بیا پرانستلو لپاره تیاری نیسي. سعودي عربستان د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته بلنه ورکړې چې سعودي عربستان ته سفر وکړي.

شي جين پينګ او بن سلمان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو ستراتيژيکو اړيکو پر اهميت ټينګار کړی دی. شي جين پينګ وويل، دواړه هېوادونه به په منځني ختيځ کې د سولې، ثبات او پرمختګ په برخو کې د يو بل د هڅو ملاتړ وکړي.

اړوند مطالب:چين و ايران او سعودي ته پر خپلمنځي جوړجاړي تبريک ووايه

ایا د چین او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې د پياوړي کيدو په حال کې ده؟

له سعودي عربستان سره د چین اړیکې، چې د نړۍ یو له سترو تیلو صادرونکو هیوادونو څخه دی، د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي کړکېچ په ترڅ کې د پراخيدو په حال کې دي.

اړوند مطالب:تهران او ریاض؛ د سفارتونو او قونسلګریو بيا پرانیستلو ته چمتووالی

پهمنځني ختیځکې د چین مخ پر زیاتیدونکي نفوذ د امریکا له متحدو ایالتونو سره سیالي لا پسې پراخوي چې له تاریخي پلوه د سیمې له ډېرو هېوادونو سره ستراتیژیکې اړیکې لري. خو په دې وروستیو کې یو شمېر خلیجي هېوادونو له سیمې څخه د امریکا د متحدو ایالتونو د وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د خپلو امنیتي او اقتصادي شریکانو د متنوع کولو پرېکړه یې کړې ده.

د ایران او سعودي عربستان اړیکې په کوم لور روانې دي؟

د سعودي عربستان حکومت د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د شاملیدو پریکړه وکړه. دا سازمان په ۲۰۰۱ کې د روسیې لخوا تاسیس سوی او د چین، هند او روسیې په ګډون د اسیا سیمې ډیری هیوادونه شامل دي.

ایران تېر کال د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې خپل بشپړ غړیتوب تصویب کړ.

د دې اونۍ په پیل کې، د تیلو لوی شرکت آرامکو د دوو تړونونو په اعلانولو سره په چین کې د څو ملیارد ډالرو پانګونې اعلان وکړ. دا د تېر کال په دسمبر کې د شي جين پينګ د ليدنې له پيل راهيسې تر ټولو ستر تړونونه دي.

رویټرز خبري اژانس ته سرچینو ویلي چې سعودي عربستان ته د شي جين پينګ د سفر پر مهال د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د سعودي عربستان پر غړیتوب خبرې سوې وې.

ژباړه :صفت الله زاهدي