1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين په لومړي ځل يو ملکي ستورمزلی فضا ته استولی

۱۴۰۲ خرداد ۹, سه‌شنبه

چين د تيانګونګ فضايي څېړنيز مرکز ته درې فضانوردان ولېږل. دا درې ستورمزلي به په دې سټیشن کې د خپلو همکارانو ځای ونيسي. په دې فضانوردانو کې يو ملکي ستورمزلی هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/4RyJM
China |  Shenzhou-16 Weltraum-Mission
انځور: Mark Schiefelbein/AP/picture alliance

د «شینژو ۱۶»  فضایي بیړۍ د سه شنبې په ورځ د چین په شمال لویدیځ کې د ګوبي دښتې د جووا سټیشن څخه د «چنګژینګ ۲» یا «لونګ مارش ۲» وړونکي راکټ په واسطه وتوغول سوه.

دا درې ستورمزلي به د خپلو هغو همکارانو ځای ونیسي چې شپږ میاشتې یې د چین د فضايي څېړنو په مرکز «تیانګونګ» [آسماني ماڼۍ] کې تېرې کړې دي. دې سټېشن د روان کال په پيل کې خپل عادي فعاليت پيل کړ او دا يې د عملې لومړی بدلون دی.

اړوند مطالب:امنیتي کامرې، ایا چین یې له لارې حساسو معلوماتو ته لاس رسی لري؟
د چين په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د هغو دريو فضانوردانو په منځ کې چې فضا ته استول سوي، يو یې ملکي فضانورد دی. 
د دغه فضانورد نوم ګوی هایچاو دی او هغه د پیکنګ پوهنتون ساینس پوه دی. نوموړی په فضايي مرکز کې د ساینسي تجربو د پاملرنې مسؤلیت پر غاړه لري.
تر اوسه پورې ټول چينايي فضانوردان د دغه هېواد له پوځ څخه وو.

چین | د شینژو ای ۱۶ فضایي سټیشن
چین | د شینژو ای ۱۶ فضایي سټیشن انځور: Mark Schiefelbein/AP/dpa/picture alliance


نور دوه فضانوردان پوځي دي؛ يو تورن جنرال جینګ هایپینګ، چې خپله څلورمه فضايي الوتنه کوي او په دې توګه د نورو چینایي فضانوردانو په پرتله ډیر ځلي فضا ته تللی دی. بل یې ژو یانګژو، چې خپل لومړی فضایي سفر یې پیل کړی دی .

اړوند مطالب:چين له سپوږميه ډبرو راوړلو ته فضايي بيړۍ واستوله


د تیانګونګ پخوانۍ عمله چې ټاکل سوې د شنبې په ورځ ځمکې ته راستنه سي، تر هغه وخته پورې به د فضايي څيړنو په دستګاه کې په اصطلاح د تازه دمو ستورمزلو سره پاتې سي.
ص. ز/ ب. ص (dpa)