1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په اړه خپله تګلاره بدله کړي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

چین د چهارشنبې په ورځ د طالبانو پر حکومت ږغ وکړ چې خپلې سختې تګلارې چې له تعلیم او عامه ژوند څخه د ښځو د حذفولو سبب شوي اصلاح کړي او د «ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یوه پریکړنده پالیسي غوره کړي.»

https://p.dw.com/p/4RCdZ
Pakistan Islamabad | Qin Gang und Amir Khan Muttaqi
انځور: Jiang Chao/Xinhua/picture alliance

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام آباد کې په یوه غونډه کې ولیدل. دا غونډه په داسې حال کې د سوداګرۍ د پياوړتيا او د پولې د تاو تريخوالي د کمولو په موخه جوړه سوې وه چې په پاکستان کې دننه بريدونه زيات سوي دي.

وانګ وويل، چين هيله من دی چې د طالبانو له خوا جوړ سوی موقت حکومت »به پر سم لوري ګامونه پورته کړي، د نړيوالې ټولنې د باور د ګټلو له پاره عملي هڅې وکړي او له ګاونډيانو سره د ښه ګاونډيتوب د پياوړتيا او له نړيوالې ټولنې سره د يو ځای کېدو له پاره مناسب شرايط رامنځته کړي.«

اړوندمطالب:چین او ایران: طالبان دي د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لیري کړي

چين معمولاً د هغو هېوادونو د کورنيو چارو په اړه له تبصرې ډډه کوي چې ورسره ښې اړيکې لري او يا هم د امريکا پر وړاندې په نړيوالو سياستونو کې د ګټې اخيستنې په توګه کارولی سي.

چین افغانستان ته د یو کمربند او یوې لارې د نوښت د غځولو هڅې کوي، چې په کې د لویو لارو او پلونو جوړول هم شامل دي، خو په افغانستان کې د سنکیانګ بېلتون غوښتونکو ته د پناه ورکولو په اړه هم اندېښنه لري.

اړوند مطالب:ملګرو ملتونو امیرخان متقي ته اجازه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي

وانګ په خبري غونډه کې وويل: «نړيواله ټولنه لا هم د افغانستان له موقت حکومت څخه ډېرې اندېښنې او تمې لري، چې په دې کې دا تمه هم شامله ده، چې افغان لوری به د داخلي او بهرني سیاستونو د اجرا کولو په برخه کې لا معتدله او محتاطانه پرمختګ ولري،   د ښځو او ماشومانو د حقونو ساتنه وکړي او د ترهګرۍ پر ضد لا جدي دریځ غوره کړي، څو د پام وړ پایلې ترلاسه شي.«

وانګ د دوشنبې په ورځ له درې اړخیزې غونډې وروسته د خپرې سوې ګډې اعلامیې هرکلی وکړ چې په کې طالبانو د لومړي ځل لپاره په لیکلي بڼه ژمنه وکړه چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.

وانګ وويل، دا سند د چين او افغانستان د اړيکو د راتلونکي پرمختګ او د ترهګرۍ پر ضد د سيمه یيزې همکارۍ او امنيتي همږغۍ د پياوړتيا لپاره ډېر اهميت لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبینانځور: Kyodo/picture alliance

د هغه په خبره چين د افغانستان د پخواني ګاونډي په توګه په دې باور دى، چې افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې څخه څنډې ته نه کړل شي: «د افغانانو هوساینه او ګټې د پاملرنې وړ دي، د افغانستان د سولې او بیا رغاونې بهیر باید وهڅول سي او د دې هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وسي.«

په درې اړخیزه اعلامیه کې، اړخونو د افرادو او ډلو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی شوی دی چې د سیمې د امنیت او ګټو ته د زیان اړولو یا د ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کیدو له پاره د کوم هیواد له قلمرو څخه استفاده کیږي. په دې ډلو کې پاکستاني طالبان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ وسله والې ډلې شاملې دي، چې ادعا کوي د چین په سینکیانګ سیمه کې د ایغور لږکۍ ډلې استازیتوب کوي.

 ویل کیږي چې په سلګونو یا احتمالي زرګونه چینايي مسلمانان په شمالي پاکستان کې ژوند کوي، خو د ترهګرۍ کارپوهان بیا  پوښتنه کوي چې ایا د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د کاغذ پر مخ بل کوم بهرنی حقیقت لري که نه؟

اړوند مطالب:چین او پاکستان له طالبانو سره پر رغنده تعامل ټینګار وکړ

د نړیوالې ټولنې زیاتره هېوادونه پر طالبانو نیوکې کوي چې پر ښځو، سیاسي مخالفینو او ټولنیز ژوند یې پراخ بندیزونه لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع دي او ښځې له کوره بهر له کار کولو هم منع سوي دي.

 د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور سوی د طالبانو له لوري په عام محضر کې د اعدام، سنګسار او د خلکو په درو وهلو او د سزاګانو پر تطبیق سختې نیوکې کړې او د هېواد پر واکمنانو یې ږغ کړی چې دا ډول سزاګانې ودروي.

د چین، پاکستان او طالبانو دیپلوماتانو په دې کوچنۍ غونډه کې موافقه وکړه چې د امنیتي، انکشافي او سیاستي موضوعاتو په برخه کې خپله همغږي لا پراخه کړي.

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

ژباړه :صفت الله زاهدي