1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني يوه خيره ټولنه په طالبانو کې پر معتديلو حساب کوي

۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

له هغه وروسته چي طالبانو د ښځو تحصیل او کار منع کړ، د آلمان د «افغانستان له کوچنیانو سره مرسته سازمان» د طالبانو د حکومت پر معتدیلو کسانو باندي حساب کوي.

https://p.dw.com/p/4LjQQ
Kinderhilfe Afghanistan Hier baut die Kinderhilfe Afghanistan die Schule Islamabad Laghman
انځور: Kinderhilfe Afghanistan

د دغه خصوصي خیریه سازمان د کلني رپوټ په حواله د طالبانو د کورنيو، دفاع او عامي روغتيا وزیران غواړي، دغه ممانعت بیرته لیري کړي.

په رپوټ کي راغلي دي چي د روغتیا وزیر قلندر عباد په جلال آباد کي د دغه سازمان له خوا مخته وړونکي پوهنتون کي تحصیل کړی او د طالبانو په کابینه کي یوازنی مسلکي شخص او ډاکتر دی. ځکه نو کیدلای سي، د دغه سازمان طبي پروژې بیا هم پرمخ ولاړي سي.

په ننګرهار کي نجونو وکولای سول لږ تر لږه تر ډسمبر میاشتي پوري مکتبونو او صنفونو ته ولاړي سي، خو ښځو محصلینو بیا یوازي د طب په برخه کي تحصیل ته ادامه ورکړای سوای، البته د هلکانو څخه په جلا صنفونو کي.

Deutschland Reinhard Erös Kinderhilfe Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

په رپوټ کي راغلي دي چي نرساني او دایاني کولای سي اوس هم بېله کومه خڼده خپلو درسونو ته ادامه ورکړي. همدارنګه د نوي کال له شروع څخه د ننګرهار د پوهني رئیس په حضور کي د خیاطۍ درې مسلکي مکتبونه هم افتتاح سول.

ایران غواړي افغان محصلیني ومني

خو په عین حال کي د افغانستان له کوچنیانو سره د مرستي سازمان ۲۰۲۲م کال یو وحشتناکه کال بللی دی. دوی ويلي دي چي د طالبانو تر فرمان وروسته په یوه ورځ تقریباً ۱۷۰۰۰ ښو مسلکي او تعلیم یافته ښځو په بین المللي خیریه سازمانونو کي خپل کارونه له لاسه ورکړل. د دغو ښځو اکثره يې د خپلو فامیلونو یوازني نفقه برابرونکي وې.

دوی ويلي دي چي په اکثرو ولایتونو کي نجوني تر اووم ټولګۍ پورته صنفونو ته نسي تلای. خو ټوله طالبان بیا د هيبت الله اخندزاده د دغي سخت دریځي تګلاري ملاتړ نه کوي.

افغانستان: ایا د بشري مرستو بندیدل انساني فاجعه رامنځته کوي؟

د افغانستان له کوچنیانو سره د مرستي سازمان اصلي مشکل بیا هم د لوږي سخت خراب حالت بولي. هغوی وايي چي «احتمالاً به په تیرو کلونو کي په سلونو زره افغانان له سختي لوږي سره مخامخ سوي وي». امنیتي حالت بیا د دې برعکس ښه دی او جنايي اعمال هم کم سوی دي.

ياد خيريه سازمان زياته کړې ده چي د لاس پرې کیدل او سنګسار چي د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پوري د طالبانو په اوله دوره کي معمول ؤ، په اوسنی دوره کي تر اوسه پوري نه دی عملي سوي.

د افغانستان له کوچنیانو سره د مرستي سازمان په ۱۹۸۸م کال کي د جرمني د پوځ پخواني ډاکتر، راینهارد اېروز او کورنۍ له خوا يې تأسیس سوی دی. د دغه سازمان د معلوماتو پراساس هغوی اوس هم په افغانستان کي تقریباً ۱۵۰۰ کارکوونکي لري او په کارونو یې مشغول کړي دي.