1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې ساحلي ګارد تر ۷۰ ډیر پناه غوښتونکي ژغورلي

۱۴۰۰ فروردین ۲, دوشنبه

د فرانسې ساحلي ګارد اعلان کړی چې د دغه هیواد د ژغورنې ځواکونو تر ۷۰ ډیر پناه غوښتونکي د مانش له کانال څخه د تیریدو پر مهال ژغورلي دي. دوی چې غوښتل یې ځانونه بریتانیا ته ورسوي په سمندر کې له بیړنې وضعیت څخه ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3qweH
Großbritanien | Zahl der Bootsflüchtlinge auf dem Ärmelkanal steigt
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Marine Nationale

د فرانسې د ژغورنې ماموریت په انګلیس یا مانش کانال کې تر ۷۰ ډیر پناه غوښتونکي ژغورلي دي. د فرانسې ساحلي ګارد اعلان کړی دی چې دغه پناه غوښتونکي چې ۷۲ کسان ول، له څو کوچنیو کښتيو سره په سمندر کې ژغورل شوي دي.

دغو کسانو غوښتل د یکشنبې په شپه(د مارچ میاشتې ۲۱ نیټه) له دې کانال څخه په تیریدو ځانونه بریتانيا ته ورسوي. ژغورل شوي کسان بیرته فرانسې ته انتقال شوي دي.

د فرانسوي چارواکو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تیر کال ۹۵۰۰ پناه غوښتونکو هڅه کړې وه چې د مانش کانال له خطرناک مسیر څخه په تیریدو ځانونه بریتانيا ته ورسوي.

دا د ۲۰۱۹م کال په پرتله ښکاره زیاتوالی ښکاره کوي. په دغه موده کې پر دې مسير ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 (AFP)ns/nz