1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: د مرستندويه ښځينه کارکوونکو کاري کړنلارې ته انتظار باسو

۱۴۰۱ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي د دوشنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې ښځو ته اجازه ورکړي چې له هغو نا هیلو افغانانو سره مرسته وکړي چې په روان ژمي کي د ژوندي پاتې کیدو لپاره سخته مبارزه کوي.

https://p.dw.com/p/4Mufb
آرشیف: د ملګرو ملتونو د مرستو هغږغې کونکی د جینوا ناسته
آرشیف: د ملګرو ملتونو د مرستو هغږغې کونکی د جینوا ناستهانځور: Martial Trezzini/KEYSTONE/dpa/picture alliance

ملګرو ملتونو ویلي چې د ښځو د کار پرته شاوخوا ۲۸ میلیونه اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسول نه شي عملي کیدلی.

ویل کیږې افغانستان په نړۍ کې له یو له هغه هیوادونو څخه دی چې د ناوړه بشري ناورین سره مخ دی، د دې هېواد د ۳۸ میلیونو وګړو څخه له نیمايي زیات یې له لوږې او شاوخوا څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

په دې وروستیو ورځو کې سختې سړې څپې د افغانستان د بې وزلو خلکو لپاره یوه بله غمیزه رامنځ ته کړه، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۶۶ تنو د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو د حقونو په هکله سره وېشلي دي

یاد کړکیچ هغه وخت لا پسې زیات شوو چې د طالبانو مشرتابه افغان میرمنې په نادولتي موسسو کې له کار کولو څخه منع کړې، دې کار یو شمیر سازمانونه اړ کړل چې خپل حیاتي کارونه وځنډوي.

خو په وروستیو اونیو کې طالب چارواکو ښځو ته اجازه ورکړې چې د روغتیا په برخه کې کار ته دوام ورکړي. 

د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس خبریالانو ته وویل: «افغانستان له سخت ژمي څخه تیریږي.« هغه زیاته کړه: "په تېر ژمي موږ وژغورول شوو" خو زه نه پوهیږم چې آیا وبه توانیږو چې د شته بندیزونو او محدودیتونو سره دغه کار تر يوه حده ترسره کړو.»

ګریفیتس، چې د نادولتي موسیسو د لوړ پوړو چارواکو د یوه پلاوي مشري یې کوله او تیره اونۍ یې په کابل کې د طالبانو له یو شمیر مشرانو سره لیدلي، وویل: »ملګرو ملتونو د طالبانو له اسلامي ډلې غوښتي چې د ښځو د کار پر بندیز استثنات لري کړې تر څو ټول بشردوستانه اقدامات پلي شي.«

آرشیف: یوه میرمن د کابل د تلویزیون پر غره په واوره کي د خپل ماشوم سره
آرشیف: یوه میرمن د کابل د تلویزیون پر غره په واوره کي د خپل ماشوم سرهانځور: ALI KHARA/REUTERS

د ګریفیتس په وینا یاد پلاوي ته ویل شوي وو چې په دې موخه به ترتیبات یعني «ښځو ته د کار کولو اجازه ورکول» به په راتلونکي کې ونیول شي خو دا چې دا ترتیبات څه دي او څرنګه به عملي شي، لا څرګنده نه ده.

ګریفیتس وویل، «موږ ته ویل شوي وه چې د طالب چارواکو له خوا د ښځو لپاره د کار اجازې لارښود چمتو شوی چې ظاهراً په بشري کارونو کې د ښځو د رول او کار کولو پاملرنه پکې په نظر کي نیول شوې.«

هغه وویل: «وبه ګورو چې آیا دا لارښوونې اعلانیږي که نه، خو زه هیله مند یم چې ډیر زیات انتظار ونکړو ځکه هره ورځ چې بشردوستانه اقدامات عملي نه شي بیا نو د افغانستان د خلکو لپاره ښه ورځ نه ده».

بېربوک: طالبان له افغانستان سره د مرستو مخه نيسي

ګریفیتس همداراز وویل: وبه لیدل شي چې دا لارښوونې څومره ګټورې او په مرستندویه سازمانونو کې د ښځو پر مرکزي او اړین شتون کې څه رول لوبوي. هغه وویل: »ټول دې ته په انتظار دي چې دا لارښوني به اغیزمني وي او که نه؟ خو زما په نظر زموږ پېغام په واضح ډول طالبانو ته رسول شوی چې د بشري مرستو په سکتور کې د ښځو حضور مهم او اړین دی او موږ باید یو ځل بیا د هغوې حضور په کاري ډګر کي ووینو». 

باید وویل شې چې د جنورۍ له ۱۰مې نیټې راهیسې افغانستان د سختې یخنۍ، واورې، ساړه باد او د بریښنا د پرله پسې پری کیدو شاهد دی. همداراز د سختې یخنۍ په پایله کې شاوخوا ۸۰ زره څاروي چې د افغانستان د بې وزلو خلکو د اقتصادي ژوندانه لپاره مهم وه، مړه شوې.

ولې طالبان د ښځو کار او فعالیت نه غواړي؟