1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سیاسي شخصیتونو ملکیتونو له معلومولو د طالبانو موخه څه ده؟

۱۴۰۲ فروردین ۹, چهارشنبه

په مزار شریف کې د طالبانو ښاروالۍ له ناحیو څخه غوښتي چې د ۱۳ سیاسي شخصیتونو او پخوانیو چارواکو ملکیتونه معلوم کړي. کارپوهان وايي چې طالبان غواړي له دې لارې پر خپلو سیاسي مخالفینو فشار راوړي.

https://p.dw.com/p/4PRxq
Afganistan | Taliban in Mazar-i-Sharif
انځور: Sputnik/dpa/picture alliance

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب لاس په لاس کېږي چې له مخې یې د طالبانو د مزارشریف ښاروالۍ د دغې ادارې له ناحیو غوښتي چې د عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم او محمد محقق په ګډون د ۱۳ پخوانیو چارواکو ملکیتونه، کورونه او جایدادونه معلوم او په لیست کې شامل کړي.

په مزارشریف کې د طالبانو د ښاروالۍ مسئوولان په دې اړه جزئیات نه دې ورکړي چې دوی په کومه موخه دا کار ترسره کوي او دویچه ویله له خوا په ځلي تماس ټينگولو سره چې کله يوازې د دغه موضوع يادونه وشوه نو تليفون پرې قطع کړل شو.  د مزارشريف د ښاروالۍ يوه کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته ياد مکتوب تایید کړ، خو له ډېرو معلوماتو ورکولو یې ډډه وکړه.

په دې اړه اړوند مطلب: د طالبانو مشر د ځمکو د غصب د مخنیوي له پاره فرمان صادر کړی

د طالبانو په دې مکتوب کې د هغو کسانو نومونه شامل دي، چې د طالبانو له مخالفانو څخه دي او په بهر کې یې سیاسي حرکت جوړ کړی دی.

د عطا محمد نور یو تن خپلوان دویچه ویله ته وویل، طالبانو ۱۸ میاشتې وړاندې د هغه ټول ملکیتونه، کورونه او ودانۍ «غصب کړي» او ترې کار اخلي.

دغه کس چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، دويچه ويله ته وويل: «د استاد عطا او يا نورو سياسي څېرو ټول ملکيتونه قانوني دي او طالبان غواړي چې دوی خلکو ته نوم بدی کړي.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

که څه هم سياسي څېرې او پخواني چارواکي ټينګار کوي چې خپل جايدادونه يې په قانوني ډول پېرودلي او يا يې جوړ کړي دي، خو د خلکو په اند دا شک شته چې لوکس کورونه او جايدادونه په جمهوري نظام کې د پراخ فساد پایله وه. د لوېديځ تر ملاتړ لاندې د تېر حکومت په شل کلنه موده کې چې افغانستان ته ډېرې پيسې ور وړل شوې وې، ډېری چارواکي او سياسي څېرې د ښارګوټو او نورو جايدادونو خاوندان شول.

Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

دوه اونۍ وړاندې یو یوټیوبر د عطا محمد نور له شخصي کور څخه ویډیوګانې خپرې کړې، چې د طالبانو ځواکونو لخوا په کې دغه لوکس کور او خورا پرمختللي وسایل ښودل کېدل.

ډېری دغه سیاسي څېرې د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» غړي دي، هغه سياسي حرکت چې د طالبانو پر ضد په بهر کې جوړ شوی دی.

د دې شورا ویاند حسین یاسا وايي، طالبان غواړي په دې کارونو سره ځان قانون منونکي وښیي، په داسې حال کې چې د محمد محقق، عطا محمد نور او مارشال دوستم په څېر د سیاسي څېرو ډېری کورونه او جایدادونه مخکې د جمهوریت له دورې څخه جوړ شوي وو.

یاسا وویل: «د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا له نظره د طالبانو حکومت یو نامشروع نظام دی. دا چې دوی د مقاومت د جبهې د غړو ټول ملکیتونه غصب کړي یا نه، د ملت د سر خیرات دې شي.»

Afghanistan Protection and Stability Council in Kabul - Abdul Rasul Sayaf
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

که څه هم د طالبانو د بلخ ولایت ښاروالۍ د ملکیتونو او جایدادونو په اړه د معلوماتو د راټولولو موخه نه ده په ډاګه کړې، خو د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند وايي چې د غصب شویو دولتي ځمکو معلومول او د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړی دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند عبدالحمید جهادیار دویچه ویله ته وویل چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوی او تر اوسه یې څه باندې ۵۰۰ زره جریبه دولتي ځمکې او جایدادونه پېژندلي او ګرځولي دي.

اړوند مطلب:«په افغانستان کې څلور نیم میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې ده»

جهاديار وويل: «په بلخ کې د ناصر خسرو امارتي «دولتي» ښارګوټي په ګډون ګڼ ښارګوټي جوړ شوي دي. د هغه لیست او مکتوب په اړه چې د شېرپور او مزارشريف په نوم لاس په لاس کېږي، معلومات به يې ډېر ژر له رسنيو سره شريک شي.»

په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې طالبان هڅه کوي په بهر کې پر خپلو سیاسي مخالفینو فشار راوړي چې سیاسي فعالیتونه ودروي.

د سیاسي چارو کارپوه سید فاضل سانچارکي دویچه ویله ته وویل: «طالبان هغه سیاسي څېرې او خپل مخالفین په نښه کوي، چې له یوه ځانګړې قوم یا سیاسي بهېر څخه وي او د دوی د تعصب او کرکې سبب کېږي. دوی غواړي پر هغوی فشار راوړي.»

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د يادونې وړ ده چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې طالبانو يو جدول خپور کړ چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال يې د کابل په شيرپور سیمه کې د ٢٥٩ کسانو نومونه پکې راغلي چې دولتي ځمکې یې اخيستې او کورونه يې پرې جوړ کړي دي. په دې جدول کې د عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عطا محمد نور، حنیف اتمر او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو نومونه لیدل کېږي.